۵ هېوادونه چمتو دي چې د واشنګټن-تهران تړون ته مثبت ځواب ووایو

د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

فرانسې، جرمني، بریتانیا، روسیې او چین ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې ښایي له ایران سره د دوه زره پنځلسم کال له اټمي تړون سره د واشنګټن بیا یو ځای کېدو ته مثبت ځواب ووایي.

دا څرګندونې وروسته تر دې شوې دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن وویل، هڅې به وکړي چې واشنګټن بېرته له دې اټمي تړون سره یوځای شي.

ښاغلي بایډن ویلي دي، که ایران د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون ته ژمن پاتې شي امریکا به بېرته ور وګرځي او د نورو اندیښنو په اړه به بیا خبرې وشي، لکه د بالسټیک توغندیو او په سیمه کې له هغو ډلو د ایران ملاتړ چې نیابتي جګړې مخته وړي.

د امریکا د متحد ایالتونو اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې له ایران سره له شوي اټمي تړونه بهر شو او پر تهران یې نوي سخت بندیزونه ولګول.