د بښني نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې نن په ټویټر کې د بشري حقونو د فعالې کریمه بلوچ پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه یې وکړه.
کریمه بلوچ د بلوچ زده کوونکو د سازمان پخوانۍ مشره په دوه زره پنځلسم کال کې د پاکستان له بلوچستانه کاناډا ته وروسته تردې ولاړه چې ادعا یې وکړه چې د مرګ ګواښونه ورته کېدل.
د کریمې بلوچ مړی پرون د کاناډا په ټورنټو ښار کې وموندل شو. د کاناډا پولیسو د دې پېښې تحقیقات پیل کړي دي.