د امریکا په متحد ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره د مدرنا واکسین ورکړه پیل شوه. د دې واکسین ستن نن د روغتیایي کارکوونکو پر مټ ولګول شوه.
یوه اونۍ مخکې د امریکا په متحد ایالتونو کې د فایزر-بیونټیک واکسین پیل شوی و.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن پرون د دې واکسین له ترلاسه کولو وروسته وویل: "زه دا د دې لپاره کوم چې خلک باید دې واکسین ته بشپړ چمتو وي او چې کله د ترلاسه کېدو شي دا واکسین وکړي. دې ته اندیښنه پکار نه ده زه د دې واکسین دوهمې ستنې ته انتظار یم."
د امریکا په متحد ایالتونو کې تېره اونۍ په اوسط حساب هره ورځ د کرونا نژدې دوه لکه لس زره مثبتې پېښې وې او تقریباً یولک او پنځلس زره کسان په روغتون کې بسترېدل، د تلفاتو ورځنۍ کچه هم تر دوه زره شپږ سوه اوښته.