د داعي د وژلو ۴۰ ورځې وشوې؛ خو د پېښې په اړه یې لا پرمختګ نه دی شوی

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

نن د مرغومې دوهمه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي څلویښتمه ده.

الیاس داعي د لړم په دوه ویشتمه په لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د الیاس داعي قاتل یې نیولی دی او د هغه اعتراف یې هم خپور کړی دی، خو په دې برخه کې یې د نور پرمختګ لا څه نه دې ویلي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه وایي، روان کال لږ تر لږه دېرش خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.

په نیویارک کې مېشتې دې کمېټې ویلي دي چې په دې ډله کې یو ویشت تنه هغه خبریالان دي چې د خپلو کارونو انتقام ترې اخېستل شوی دی چې دا شمېره د تېر کال دوه برابره لوړه ده. تېر کال دا شمېره لسو ته رسېده.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې ویلي دي چې لږ تر لږه څلور خبریالان په افغانستان کې د خپل کار له امله وژل شوي دي او په افغانستان کې د پنځم وژل شوي د پېښې لاهم تحقیقات روان دي.