د خوست په صبریو کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۶ یې ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې د خوست ولایت

د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او د دوو سرتېرو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چاودنه د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د صبریو ولسوالۍ اړوند د یعقوبیو د خلبیسات بازار ته څېرمه شوې چې له امله یې د ملي اردو د سرتېرو تر څنک عام خلک هم مړه او ټپیان شوي دي.

په پېښه کې د خلکو یو شمېر هټیو ته هم زیان اوښتی.

تر اوسه ددې چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.