د کندز د قلعه زال اوسېدونکي په اساسي توګه د سړک جوړېدل غواړي

کندز کې د قلعه زال ولسوالۍ سړک

د افغانستان په شمال ختېځ کې د امو د سیند پر غاړه د پرتې قلعه زال ولسوالۍ د اوسېدونکو له ګڼو ستونزو یوه هم د سړک خرابوالی دی.

د قلعه زال ولسوالۍ د عمومي سړک پخېدل د دې ولسوالۍ د خلکو د اوږدې مودې هېله او غوښتنه ده چې تر اوسه نه ده پوره شوې.

د امو د سیند پر غاړه د پرتې دې سرحدي ولسوالۍ یو اوسېدونکي حفیظ الله وايي، د ولسوالۍ د عمومي سړک خرابوالی او کنډې کپرې د دې سبب شوی، چې ناروغان یې په لاره کې ومري او کرنیز محصولات یې تر بازاره نه رسېږي.

نوموړی وايي، د ولسوالۍ مشرانو یې د دې سړک د پخولو لپاره د ډېرو چارواکو دروازې ټکولي دي.

قلعه زال د کندز له مرکز څخه شااوخوا شپېته کیلومتره لرې شمال لودیځ خواته پرته ده، چې د امو سیند یې له تاجکستان څخه بیلوي.

د قلعه زال ولسوال عبدالله مرادي وايي، ددې ولسوالۍ د سړک د خرابوالي ستونزه یې له سیمه ییزو چارواکو سره شریکه کړې ده او تمه لري، چې په دې برخه کې به ګام پورته شي.

هغه دا ونه ویل، چې کله به دې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د پخېدو کار پیل شي، خو ویې منله چې پر دې لاره ژمې کې د خټو او دوبي کې د ګردونو له کبله تګ راتګ ستونزمن دی او د ولسوالۍ خلک یې په ډېر کړاو مرکز ته تګ راتګ کوي.