چارواکي: کابل کې ماين چاودنې ۵ کسان ووژل

AFGHANISTAN -- Smoke rises from the scene of blast in Kabul, October 27, 2020

په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي.

نن سهار د کابل د اوومې ناحیې اړوند په دوغ اباد سیمه کې په کرولا ډوله موټر ماین چاودنه شوې چې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته استولي پیغام کې لیکلي، موټر د څرخي پله زندان د ډاکټرانو اړوند و.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت په کابل کې د وروستیو چاودنو پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.