خوست کې د ٥ زونونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي کېږي

آرشیف

په خوست کې نن سې شنبه د پنځو زونونو د کرکټ د اتلو کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ کېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل: "دغه سیالۍ به د اتلولۍ د جام لپاره وي. د یادونې وړ ده چې دا ځوانو لوبغاړو ته ښه فرصت دی، چې د کرکټ بورډ تر چتر لاندې په رسمي لوبو کې ګډون کوي."

دغه مسابقې به د ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې دوام کوي.