کندهار چارواکي: ارغنداب کې ماين چاودنې ۴ ملکيان وژلي

آرشیف

د کندهار امنیه قومانداني وايي په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ ملکیان ووژل شول.

د امنیې قوماندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، چاودنه پرون ماسپښین شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د بو‌‌‌‌‌‌ډای په سیمه کې د وسله والو ترهګرو ښخ شوی ماین د ملکي وګړو پر زرنج موټر سایکل ماین چاودنه کړې ده، چې په پایله کې یې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او یو بل يې ټپي دی."

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ تر څنګ له ژړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو هم د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.