د ملي مصالحې عالي شورا وايي، تاجکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
دا ژمنه دغه هېواد ته د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله د سفر پر مهال وشوه.
د دې شورا ویاند فریدو خوځون تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل: "د تاجکستان چارواکو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې سوله او ثبات وباله او له دې پروسې یې خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي."
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبداله عبداله د یوه هیئت په مشرۍ د دوشنبې په ورځ تاجکستان ته لاړ، چې نن سې شنبه له ولسمشر امام علي رحمان سره هم د سولې پر موضوع بحث کوي.