روسيې د سپوتنيک واکسین له جوړېدو دفاع وکړه

سپوتنیک واکسین

د روسیې د حکومت یوه چارواکي د هغه واکسین دفاع وکړه، چې په دغه هېواد کې جوړ شوی دی.

د روسیې د مستقیمې پانګونې د صندوق مشر کیریل دمتیرییف پرون په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل: "سپوتنیک وي (Sputnik V) واکسین زموږ په اند خورا اغېزناک واکسین دی. موږ استرا زینکا کمپنۍ ته هم وړاندیز کړی، چې د یوه بل اغېزناک درمل جوړولو لپاره زموږ د واکسین له محتویاتو کار واخلي."

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې دولتي استازي د کرونا ویروس د نوې بڼې په وړاندې د مبارزې لپاره پر همږغو اقداماتو بحث ته کښېني.

د ويروس دغه نوې بڼه په بریتانیا کې خپره شوې، چې ګڼ اروپايي او نور هېوادونه یې اړ کړي چې له بریتانیا سره تګ راتګ وځنډوي.