افغانستان کې کرنیز کمپلکس جوړېږي

ارشیف، سرپل کې د غنمو د حاصلاتو ټولول

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د پراختیا په هدف کرنیز کمپلکس جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته په دې اړه د ولسمشر غني په مشرۍ غونده جوړه شوې وه.

ښاغلی رستمي وایي، په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرنیز کمپلکس جوړول دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې تطبیق شي.

د نوموړي په خبره، ولسمشر غني دغه‌شان ټینګار وکړ چې خصوصي سکټور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږي د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړي.

د ده په خبره ښاغلي غني دا هم وویل، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او سعودي عربستان زموږ د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه دي او باید ورته کار وشي.