تندر قول اردو: لوګر کې د طالبانو ۲ بې‌پیلوټه الوتکې له‌منځه وړل شوي

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د ۲۰۳ تندر قول اردو په لوګر کې د وسله‌والو طالبانو د څو غړو د وژل کېدو ترڅنګ د دې ډلې د دوو ډرون (بې‌پیلوټه) الوتکو د له‌منځه وړلو ادعا کوي.

د دې قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ ویاند احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې افغان ګډو ځواکونو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې کړي، د طالبانو دوه مهم غړي چې د چچنیا اتباع دي، وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

نوموړي د طالبانو د دوو الوتکو د له‌منځه وړلو په اړه وویل: "د ډي سي توپ په ملتیا د وسله‌والو طالبانو دوه پرونده طیارې چې استخباراتي طیارې دي، کشفي طیارې دي او یوه‌یې د یوه بم د لېږدولو او بله‌یې د درې بمونو د لېږدولو وړتیاوې لري، له کمپیوټر او کمپیوټرکار سره‌یې د دوسنګک په سیمه کې په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي."

د ښاغلي تسل په وینا په دې ولسوالۍ کې دا عملیات له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوي او افغان ځواکونو ته په‌کې کوم زیان نه‌دی اوښتی.

افغان امنیتي چارواکو له دې مخکې ویلي و چې طالبان اوس په جګړو کې ډېر له ډرون الوتکو کار اخلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.