د بغداد پر شنه سیمه راکټونه لګېدلي

د بغداد په شنه ساحه یا له امنیتي پلوه په تر ټولو خوندي سیمه کې د امریکا سفارت.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې څو توغندي په شنه ساحه یا له امنیتي پلوه په تر ټولو خوندي سیمه باندې لګېدلي دي.

د دغو بریدونو له کبله د امریکا سفارت انګړ سطحي زیانمن شوی او شاوخوا هستوګنیزې سیمې هم یو څه زیانمنې شوې دي.

د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه پر دغې سیمې ۸ توغندي لګېدلي دي.

پوځ دا بریدونه د (ناقانونه ډلې) کار بللی دی.

امریکایي چارواکو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د ایران له ملاتړه برخه‌منو ملېشو کار بللی دی.