ارګ: د سیما سمر لیرې کول سیاسي اړخ نه‌لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

افغان حکومت د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت او د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي بستونه لغوه کړي.

د ولسمشر اشرف غني دفتر د یادو دولتي تشکیلاتو د لغوه کېدو خبره ازادي راډیو ته تأیید کړه.

سیما سمر د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره وه او د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده محمد یوسف غضنفر مخته وړله چې څو میاشتې دمخه د کرونا له امله وفات شوی و.

ارګ ماڼۍ وايي د سیما سمر لیرې کول یو اداري تصمیم دی کوم سیاسي اړخ نه‌لري.

تر دې مخکې سیما سمر پرون ازادي راډیو ته وویل د بشري حقونو په چارو کې د دولت د وزیرې په توګه له دندې لیرې کړای شوې ده.

هغې نیوکه وکړه چې هېچا د دې پرېکړې په اړه له مخکې نه‌وه خبره کړې او ان په یو نیم کال کې چې دا وزارت اعلان شوی و په تشکیلاتو یې کار نه‌و شوی.