د علي وزیر کورنۍ: د علي ژوند په خطر کې دی

علي وزیر

د علي وزیر کورنۍ وايي د نوموړي ژوند ته خطر دی.

د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د ډسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د پولیسو له‌خوا نیول شوی.

د علي وزیر مېرمنې سایره بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې علي وزیر زنګ ورته وهلی او ورته ویلي یې دي چې ژوند یې په خطر کې دی.

مېرمن سایره زیاتوي: "علي چې کومې خبرې له ما سره وکړې هغه نه دا معلومات کېدل چې علي سره حالات ټیک نه‌دي. ډېره لنډه یوه دقیقه خبرې یې وکړې ټيلیفون یې ښايي له ډاکتر، نرس یا کوم مریض نه اخیستی و. جناح روغتون ته‌یې وړی و. علي دا راته وویل چې زما ځان ته خطره شته."

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په زندان کې د علي وزیر په پاتې کېدو اندېښنه ښودلې. دغه سازمان بېګا پر ټويټر خپاره کړي بيان کې وويل چې علي وزیر باید ژر تر ژره خوشې شي.

د پاکستان پولیسو بیا د علي وزیر ژوند ته هر ډول خطر رد کړی او ویلي یې دي چې علي وزیر روغ رمټ دی.

د سند پولیس وايي، پر علي وزیر د ډسمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې پر مهال د ریاست ضد وینا په تور دوسیه جوړه شوې ده.

غورځنګ پر نوموړي لګېدلی تور ردوي.