امریکايي سناتور رامني: وروستيو سایبري بریدونو ته باید ځواب وویل شي

جمهوري‌پال سناتور میټ رامني

دوو لوړپوړو امریکايي سناتورانو ویلي پراخو سایبري بریدونو ته چې د چارواکو په خبره روسي هکرانو کړي، باید ځواب وویل شي.

جمهوري‌پال سناتور میټ رامني پرون ویلي دا هکېنګ یا کمپیوټري سیستمونو باندې بریدونه ورته سایبري عمل ته اړتیا لري.

ښاغلي رامني زیاته کړې: "دا داسې یو کار دی چې یو څوک‌یې په جنګي حالاتو کې کوي. ډېر خطرناک او زموږ په حاکمیت نه‌منونکی برید دی. باید ډېر قوي ځواب ورکړل شي. په ورته سایبري عمل یا تر هغې هم قوي ځواب ورکړل شي."

سناتور مارک وارنر هم ویلي چې دا سایبري بریدونه ښايي دوام ولري او باید چارواکي یې عمق معلوم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو روسیه تورنه کړې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا پر ادارو او تجارتي مرکزونو په سایبري بریدونو کې لاس لري.