نایجریا کې د بوکوحرام له‌خوا لسګونه تښتول شوي زده‌کوونکي خوشې شول

د بوکوحرام له‌خوا خوشې شوي زده کوونکي. December 18, 2020

په نایجریا کې لسګونه ځوان هلکان چې د بوکوحرام له‌خوا تښتول شوي وو بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

بوکوحرام په نایجریا کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

څه باندې ۳۴۰ د ښوونځي شاګردان‌یې د ډسمبر په ۱۱مه په ناکارا ښار کې تښتولي و.

تر یوې اوونۍ وروسته یو شمېر دا ځوان هلکان بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

ځینو ژغورل شویو ځوانانو اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې ښوونځي ته له تګه ډارېږي ځکه د بوکوحرام وسله‌والو ګواښ کړی که بیا ښوونځي ته لاړ شو، وژني مو.

بوکوحرام ډلې ویلي دا ځوان هلکان‌یې ځکه تښتولي و چې په ښوونځي کې یې د دې ډلې په خبره غربي او غیر اسلامي تدریس کېده.