زلزلې د ايران لويديځ لړزولى

آرشیف

د ایران شمال لویدیځه برخه نن یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په اندازه ۴،۵ ښودل شوی، ولړزوله.

د ایران ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د دغې زلزلې مرکز ترکیې پولې ته نږدې د اذربایجان لویدیځ د قطور سیمه کې پنځه کیلومتره ترځمکې لاندې و.

تراوسه د احتمالي اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.