سیما سمر: له خپلې دندې لیرې کړای شوې یم

سیما سمر

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، له خپلې دندې لیرې کړای شوې ده.

اغلې سمر نن ازادي راډیو ته وویل چې د دندې د لیرې کېدو په اړه ورسره هېڅ تماس نه‌دی نیول شوی او نه هم ورسره مشوره شوې ده.

د هغې په وینا له تېر یو نیم کال راهیسې چې د دغه وزارت د ایجادولو اعلان شوی، پر تشکیلاتو هم کار نه‌دی شوی.

سیما سمر شااوخوا یو نیم کال مخکې په دغه دنده ټاکل شوې او تر هغې مخکې یې شااوخوا ۱۷ کاله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړې وه.