"کندز کې د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې هوایي برید کې ۷ تنه ووژل شول"

د افغان ځواکونو هوايي برید

په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو په کندز کې په لاره کې د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې په هوایي برید کې د دې ډلې د اوو غړو د وژلو خبر ورکوي.

د دې قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د کوتل ارګنګ په سیمه کې د ملکي وګړو موټر درول او پیسې یې ورڅخه اخیستې.

ښاغلی جمال زیاتوي: "د هېواد هوایي ځواکونو د دغې ډلې د پیسو اخیستو پر ځای برید وکړ چې په نتیجه کې یې اووه طالب ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."

د ښاغلي جمال په وینا په دغه برید کې د طالبانو یو موټر او وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.