د ولایتونو ویاندویان له رسنیو سره له خبرو کولو منع شول

ارشیف

د افغانستان د ولایتونو ویاندویان له رسنیو سره له خبرو کولو منع شول.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ویاندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو له دې وروسته به د خپلو ولایتونو اړوند ټول معلومات راټولوي او هغه به والیانو ته سپاري.

د دې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "د دوی (ویندویانو) بستونه له موږ سره حفظ دي، خو یوازې په لږ توپیر، هغه دا چې وروسته له دې به د مؤثرې او د ښې اطلاع رسونې په موخه به‌یې محترم والي صاحبان په خپله د ولایت اړوند اطلاعات له رسنیو سره شریکوي او د اطلاعاتو او عامه اړیکو مدیران به د اجتماعي صفحاتو مدیریت، همداسې د محل په کچه د مختلفو اقشارو ترمنځ د روابطو ټینګښت او والي صاحبانو ته به اړوند موضوعګانې راټولوي."

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام‌یې د اطلاع‌رسونې د مؤثریت لپاره کړی دی.

خو خپلواکې رسنۍ چې اوس هم د حکومت له‌خوا په خپل وخت له دوی سره د معلوماتو په شریکولو کې ستونزې لري، دې ته اندېښنه لري چې په دغه نوي اقدام سره به ډېر خلک په دې اړه چې په ولایتونو کې څه پېښېږي، له معلوماتو بې‌برخې شي.