امریکا په روسیه کې خپلې دوه وروستۍ قونسلګرۍ بندوي

د روسیې د لیرې ختیځ په ویلادي واستوک کې د امریکا قونسلګري

د امریکا متحده ایالات غواړي چې په روسیه کې خپلې وروستۍ دوه پاتې قونسلګرۍ بندې کړي او یوازې په مسکو کې سفارت پرېږدي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) دا پرېکړه په داسې حال کې تأیید کړه چې د امریکا او روسیې اړیکې په خرابېدو دي.

دغه وزارت وویل چې د روسیې د لیرې ختیځ په ویلادي واستوک او همداراز د دغه هېواد په څلورم ستر ښار یکاتیرین بورګ کې د خپلو قونسلګریو فعالیت دروي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په مسکو کې د سفیر جان سلیفان په مشوره پرېکړه وکړه چې دواړه قونسلګرۍ بندې کړي.