خلیلزاد افغانستان کې له ښکېلو خواو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمولو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد تېر ماخوستن په څو ټویټونو کې وویل، افغانان باید له نړیوالو سره په ګډه د ناچاودو مهماتو په وړاندې مبارزه وکړي چې د ماشومانو او لویانو ژوند وژغورل شي.

نوموړي د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د وړمې ورځې برید غندلی او ترهګریز عمل‌یې یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو مأموریت هم پرون په غزني کې شوې پېښه غندلې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، په ګیلان ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ په چاودنه کې ۱۵ ماشومان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د سیمې د خلکو په حواله په یوه راپور کې ویلي، دا مرمۍ د کلي ماشومانو یوه کلیوالي سوداګر ته د خرڅلاو لپاره راوړې وه چې چاودلې ده.

حکومت له دې وړاندې ویلي و، ګیلان کې چاودنه د طالبانو له‌خوا د ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې.