سويل ختيځ کې زرګونو لاريون کوونکو د "علي وزیر" نيول وغندل

د لاریون کوونکو يو انځور

ګردیز، خوست او ښرنې ښارونو کې نن زرګونو کسانو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د یو مشر علي وزیر نیول وغندل.

د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په ډاکټر نجیب الله څلور لارې کې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي، چې زیاتره یې ځوانان وو راټول شوي وو، او په پاکستان کې یې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو مشر علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

په ګردیز کې د لاریون یو ګډونوال احسان احسان وایي: "د پي ټي اېم ځکه ملاتړي یو، چې لر او بر پښتون ته ژوندون غواړي، یوازې پنجاب زموږ دښمن نه دی، همدغه طالب دی، همدغه داعش، مفسد چارواکي دي، ترهګر دي او ددې ټولو اصلي ځالې پنجاب کې دي، چې یوازینی ادرس پي ټي اېم یې مخالف دی."

د خوست لاریون کې بیا تر ګردیز او ښرنې زیات شمېر خلکو ګډون کړی وو.

دې لاریون ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ټیلفون له لارې وینا وکړه او ويې وویل، چې غورځنګ یې په لر او بر وطن کې د جنګ مخالف دي او د هر مظلوم ترڅنګ به درېږي.

د خوست د لاریون یو ګډونوال فرید قربان په هېواد کې د ننه د جګړې د ختمولو لپاره د پي ټي اېم ملاتړ له دې امله ضروري وباله، چې ګڼ افغانان په یوه غږ د جګړې د ختمولو لپاره پرې راټولېږي.

علي وزیر چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی هم دی، د چارشنبې په ورځ د پېښور پولیسو وروسته له هغې ونیوه چې په کراچۍ کې یې پر ضد د پولیسو سره یوه قضیه ثبت شوه.

دا قضیه په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنکې د غورځنګ په وروستۍ غونډه کې د علي وزیر له توندې وینا سره تړلې بلل شوې چې په کې یې د پاکستان پر پوځ او دولت انتقادونه وکړل.

په ټولنیزو رسنیو کې د علي وزیر هغه عکس چې د پولیسو په توقیف کې دی او لاس یې په ځنځیر تړلی په ګڼ شمېر خلکو شریک کړی.