د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی ولسمشر غني سره ګوري

ارشیف، د سولې په اړه د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی

د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی چې له قطره کابل ته ستون شوی، نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پر موضوع خبرې کوي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري نن شنبه(د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه هیئت تر دې مخکې له ځینو مشرانو سره خبرې کړي دي: "دغه هیئت د ملي مصالحې له عالي شورا سره د چهارشنبې په ورځ مجلس درلود، له ولسمشر سره پلان دی چې نن د دغه هیئت کتنه وشي."

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو د درېیو میاشتو لپاره په قطر کې مذاکرې وکړې چې په وروستیو کې یې د اصلي مذاکرو پر اجنډا او مقدمې موافقه وکړه.

د دولت هیئت تېره اوونۍ د نورو سلا مشورو لپاره کابل ته ستون شو او د طالبانو یو هیئت تېره چهارشنبه پاکستان ته لاړ.