روسیې په نګورنو – قره باغ لانجمنه سیمه کې خپل یو سرتیری له لاسه ورکړ. دا لومړنی روسی عسکر و چې د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په دې لانجمنه سیمه کې د روسي عسکرو له دېره کېدو وروسته وژل کېږي.
د روسیې دفاع وزارت بېګا خبر ورکړ چې دا عسکر یې په یوه متنازعه سیمه کې د ماین پاکۍ په ترڅ کې وژل شوی دی.
په نګورنو قره باغ باندې سږکال په سېپټمبر کې توده جګړه پيل شوه چې د روسیې په منځګړیتوب د اوربند تر ټينګښت پورې دواړو خواو ته شااوخوا ۵۶۰۰ تنه ووژل شول.
د روسیې په منځګړیتوب د اوربند د تړون له مخې شااوخوا دری سیمې اذربایجان ته وسپارل شوې.
دواړه خواوې وخت ناوخته یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
روسیې د هوکړې او د وضعیت د څار لپاره خپل دوه زره سرتیري په دې سیمه کې ځای پر ځای کړي.
دې سیمې ته همدا راز روسي انجینیران هم د ماین پاکۍ په ماموریت لیږل شوي.