غزني چارواکي: د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي چاودنې ۱۱ تنه وژلي

د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت

د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې شااوخوا دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، چاودنه نن غرمه مهال د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي په یوه زرنج کې وشوه او په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان دي.

جمعه زیاتوي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.

د چاودنې د څرنګوالي او علت په اړه تراوسه دقیق مالومات نشته.