د امریکا سفارت: د سولې ټینګښت به کډوالو ته کاري زمینې برابرې کړي

د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست راس ویلسن

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي، د سولې ټینګښت به د کورنیو بې ځایه شوېو او نورو افغانانو لپاره خورا زیات اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست راس ویلسن نن جمعه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې سوله به په افغانستان کې سوداګري، کاري فرصتونه او اقتصادي عواید پیاوړي کړي.

ښاغلي ویلسن د کډوالو د راستنېدو او له بېځایه شویو کډوالو سره د مرستې په برخه کې د متحدایالاتو د نژدې ۲۷۷ میلیون ډالره مرستې یادونه هم کړې.