د اروپايي ټولنې عالي محکمې د بلجیم هغه مقررات تایید کړل چې له حلالولو مخکې د حیواناتو بې سده کول حتمي ګرځوي او په دې برخه کې یې د مسلمانانو او یهودانو اعتراضونه رد کړل.
د اروپا د عدالت محکمې چې مرکز یې په لوکزامبورګ کې دی، پرون د ډسمبر په ۱۷مه حکم وکړ چې د بلجیم د شمال د فلانډرز سیمې هغه فرمان چې له حلالولو مخکې د ټولو حیواناتو بې سده کول حتمي ګرځوي د مذهبي ازادیو د سلبولو په معنا نه دی.
د مسلمانانو او یهودانو ټولنو د دې فرمان د فسخ کولو هڅه کوله.
په اسلام او یهودیت کې د یوه حیوان د حلالولو لپاره باید د هغه مرۍ د چړې په راکاږلو سره پرې او وینه یې توی شي.
د حیواناتو د حقونو مدافع ټولنو د اروپايي محکمې د دې حکم هرکلی وکړ.