یوناما: افغان حکومت دې د رسنیو د ساتنې لپاره اغیزمن اقدامات وکړي

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس دعي (ښي) او د طلوع نیوز پخوانی خبریال په دوو بېلابېلو چاودنو کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې.

مېرمن لاینز پرون پنجشنبې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په انلاین غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې دا هېواد لا هم د ژورنالېستانو لپاره د نړۍ په کچه یو ډېر خطرناک هېواد دی.

هغې زیاته کړه: "له افغان حکومته غواړم چې د رسنیو د ساتنې لپاره اغیزمن اقدامات وکړي او د ژورنالېستانو پر وړاندې شوي جرایم وڅېړي. طالبان باید پر ملکي اهدافو له حملو ډډه وکړي. طالبان باید هغې ونډې ته چې رسنۍ او مدني ټولنې یې په ننني افغانستان کې لري درناوي وکړي."

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې په افغانستان کې په روان میلادي کال کې شپږ تنه ژورنالېستان د کار پرمهال وژل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال محمدالیاس داعي د نوومبر په دولسمه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر کې ځای پرځای شوی و.

د دې او نورو وروستیو چاودنو مسؤلیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې وویل چې په دې تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی.