کورنیو چارو وزارت: ۸ ولایتونو کې ۳۰ قاچاق کوونکي نیول شوي

عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان په اتو ولايتونو کې د نشه يي موادو نژدې ۳۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کابل، پروان، ننګرهار، غزني، هرات، بدخشان، کندز او تخار ولايتونو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۲۸ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول.

دا ۲۸ تنه يې په داسې حال کې نيولي چې پر معتادینو يې نشه يي مواد خرڅول.

له دوی سره تر لسو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد او څه اندازه نغدي پيسې هم نيول شوي دي.