د ننګرهار استېناف محکمې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي چې د دې ولايت د استېناف محکمې د لېندۍ د میاشتې پر ۲۵ نېټه د قضايي غونډې په نتيجه کې پنځه تنه چې درې قضيې يې درلودې او تر سلو کیلو ګرامو ډېرو نشه يي موادو سره نيول شوي وو، له يوه کال څخه نيولې بیا تر څلور نيمو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.