د فرانسې ولسمشر په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله وېب پاڼه لیکلي، د ۴۲ کلن مکرون د کرونا معاینه وروسته له هغه مثبته وخته چې بدن کې یې د دې ویروس لومړنۍ نښې نښانې ښکاره شوې.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د ۷ ورځو په مخه قرنطین وي او همدې ګوښه توب کې به د دفتر چارې هم مخته وړي.

فرانسه د کرونا د ۲ میلیونه او څلور لکو مثبتو پېښو په درلودو، د اروپا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې دې ویروس ډېر ځپلي دی.

دغلته شاوخوا ۶۰ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.

د نړۍ په وتلو په مشرانو کې له دې وړاندې د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم کرونا شوي دي.