اروپايي ټولنې پر بلاروس نور اقتصادي بندیزونه ولګول

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایي ټولنې استازو موافقه وکړه چې پر بلاروس د دې لپاره نور اقتصادي بندیزونه ولګوي چې په خپل هېواد کې یې د اپوزېسیون اعتراضونه ځپلي دي.

په دې بندیزونو کې ۲۹ کسان، ۷ شرکتونه یا سازمانونه او یو شمېر ډیپلوماتان شامل دي.

دا بنسټونه او کسان د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې سوداګري نه‌شي کولای، د اروپایي ټولنې هېوادونو ته سفر نه‌شي کولای او شتمنۍ به‌یې په دې ۲۷ غړو هېوادونو کې کنګل شي.

دا درېیم ځل دی چې اروپایي ټولنه پر بلاروس یو لړ بندیزونه لګوي او سر له ننه به پلي کېږي.