د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالب پلاوي سره په اسلام اباد کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته د طالبانو له ورغلي پلاوي غوښتي چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

شاه محمود قریشي نن له طالبانو سره تر کتنې وروسته دغه خبرې خبریالانو ته وکړې.

قریشي ویلي، د تاوتریخوالي کمول یوازې د طالبانو مسولیت نه، بلکې په خبره یې د جګړې ټولې خواوې باید داسې کار وکړي چې اوربند ته لاره هواره شي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوی نن اسلام اباد ته رسیدلی او ټاکل شوې له صدر اعظم عمران خان سره هم وګوري.

بل لور ته افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر دې پلاوي له دوی سره په مشوره پاکستان ته سفر کړی دی.

دا خبره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې حکومت له دې سفره خبر دی.

خبرپاڼه کې راغلي، اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر کابل ته د عمران خان د وروستي راتګ په نتیجه کې کیږي.