د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته ورسېد

ارشیف، ملا برادر او ورسره ملی پلاوی

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په هدف اسلام اباد ته ورسېد.

افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر دې پلاوي له دوی سره په مشوره پاکستان ته سفر کړی دی.

دا خبره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې حکومت له دې سفره خبر دی.

خبرپاڼه کې راغلي، اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر کابل ته د عمران خان د وروستي راتګ په نتیجه کې کیږي.

افغان دولت ویلي، پاکستاني لوري ته یې دا غوښتنه رسولې چې افغانان د تاوتریخوالي کمښت، اوربند او تلپاتې سوله غواړي.

د افغانستان دولت ویلي، هیله لري پاکستان ته د طالبانو سفر دې هدفونو ته په رسیدو کې عملي پایله ورکړي.

ټاکل شوې د طالبانو دا پلاوی له صدر اعظم عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي سره وګوري.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی د دغه سفر په اړه له افغان دولت سره مشوره کړې او که نه؟