بغلان او ارزګان د ۳۰ امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په بغلان او ارزګان ولایتونو کې د نژدې دیرشو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په بغلان کې د پولیسو ویاند جاوېد بشارت وایي، د پلخمري د وزیر اباد پر پوستې تېره شپه طالبانو برید کړی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

بشارت ازادي راډیو ته د مرګ ژوبلې شمېر نه ښيي، خو د بغلان د ولایتي روغتون مشر عین الدین صیادي وایي، دوی ته له دغې جګړې ۱۳ جسدونه او ۵ ټپیان ور وړل شوي چې اکثره یې پوځیان دي.

بلخوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍکې پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو بېلابېلې ادعاوې کېږي.

د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، تېره شپه دغلته له طالبانو سره جګړه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دی یې کره شمېر نه ښيي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی او د همدې دهراود اوسیدونکی بسم الله جان محمدي وایي، جګړه کې د ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان په ګډون ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي دي: " ټوله شپه یې درې نیم ساعته جګړه کړې ده، تقریباً ۱۳ تر ۱۵ شاوخوا شهیدان لرو، ټپیان هم شته، خو لا معلوم نه دي چې څه شمېر دي، د ولي محمد په نوم سرپرست امنیه قوماندان هم وژل شویو کې شامل دی."

دفاع وزارت هم د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې د دهراود د تېرې شپې جګړه کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

دفاع وزارت وایي، ولسوالۍ د دوی د ځواکونو په لاس کې ده.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.