افغان حکومت: د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی موږ سره په مشوره پاکستان تللې 

افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي له دوی سره په مشوره پاکستان ته سفر کړی دی.

دا خبره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې حکومت له دې سفره خبر دی.

خبرپاڼه کې راغلي، اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر کابل ته د عمران خان د وروستي راتګ په نتیجه کې کېږي.

افغان دولت ویلي، پاکستاني لوري ته یې دا غوښتنه رسولې چې افغانان د تاوتریخوالي کمښت، اوربند او تلپاتې سوله غواړي.

د افغانستان دولت ویلي، هیله لري پاکستان ته د طالبانو سفر دې هدفونو ته په رسېدو کې عملي پایله ورکړي.

پرون په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وویل چې د دوی د همدې دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته تللی دی.

ټاکل شوې دا پلاوی له صدر اعظم عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي سره وګوري.