د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره د تاوتریخوالي پر ختمېدو او د اوربند پر ټینګېدو خبرې وکړې.
جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو پرون ناوخته په ارګ کې د کتنې پر مهال د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په برخه کې "د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام هم خبرې وکړې".
ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، حکومت ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نهدی.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي، روانه اوونۍ په هدفي وژنو کې ۱۰ افغانان وژل شوي دي.
ښاغلي وېلسن د کابل د مرستیال والي محبوباله محبي وژل کېدو ته په اشاره په یوه ټویټ کې ویلي، دا ډول بېمفهومه حملې باید ودرول شي.