د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د ملکي مرګژوبلې د راپورونو په اړه بشپړه څېړنه وکړي.
کمېسیون دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کړه چې په لغمان، ننګرهار او کندهار کې د ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیحالله فرهنګ پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ په دې برخه کې اندېښنې لرو. له حکومته غواړو چې د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي. عاملان دې وپېژندل شي، قربانیانو ته دې عدالت تأمین شي. دا ډول پېښې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده."
د شنبې ناوخته د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تر ۱۰ د زیاتو ملکیانو د وژل کېدو ادعا شوې ده. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دې پېښې په اړه دوی هم خپلې څېړنې پیل کړې دي.
تېره یکشنبه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په دوو پېښو کې د ۷ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.