د بلاروس پولیسو په پلازمېنه مېنسک کې د بلاروس د ژورنالېستانو د اتحادیې مشر د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار کړی.
له اندري باستونیڅ د ده د هغو فعالیتونو په تړاو څېړنې کېږي چې د چارواکو په خبره د دغه هېواد ملي امنیت ته د زیان رسولو سبب شوي دي.
د ژورنالېستانو اتحادیې پرون سې شنبه وویل، باستونیڅ ته پرون په ټیلیفوني تماس کې امر وشو چې سبا چهارشنبه په مېنسک کې د تحقیقاتي کمېټې مرکزي دفتر ته ورشي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په نیویارک کې دېره د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې په یوه راپور کې بلاروس د هغو هېوادونو په کتار کې راوست چې د زنداني ژورنالېستانو شمېر پهکې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیات شوی دی.
دا ارقام په ځانګړي ډول تر هغو مظاهرو وروسته زیات شو چې د اګسټ میاشتې د ولسمشرۍ په لانجمنو ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکا لهخوا د بریا تر اعلان وروسته پیل شوي دي.
په بلاروس کې له اګسټ میاشتې راهیسې ۳۷۳ ژورنالېستان نیول شوي چې د ملګرو ملتونو په وینا شپږ تنهیې اوس هم په توقیف کې دي.