په خوست کې د فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ نن سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه) پای ته ورسېدې.
د خوست د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې د شپږو ولایتونو نورستان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، پکتیا او خوست لوبډلو ګډون درلود.
د دې لوبډلو له منځه د خوست اتلانو لوبډله او د لغمان ځوانانو لوبډله وتوانېده چې ملي لیګ ته لار پیدا کړي.
د دغو لوبو هدف ملي لوبډلې ته لار موندل و چې اته ورځې یې دوام وکړ.