د امریکا انتخاباتي کالجونو د جو بایډن بری رسماً تایید کړ

جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو انتخاباتي کالجونو د دې هېواد په وروستیو ولسمشرۍ انتخاباتو کې د جو بایډن بری رسماً تایید کړ.

وروسته له دې چې د کالیفورنیا ایالت ۵۵ رایې ډیموکراتانو وګټلې، د جو بایډن د الکټرول کالج رایې څه باندې ۲۷۰ ته ورسېدلې او دا هغه شمېره ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټلو لپاره ورته اړتیا ده.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کالجونو ۲۳۲ رایې ګټلې دي.

د انتخاباتي کالجونو رأی ګیري یو اجرایي ګام دی، خو سږ کال له دې کبله ډېر د پام وړ وګرځېد چې ولسمشر ټرمپ په انتخاباتو کې خپله ناکامي ونه‌منله.