د کابل د والي مرستیال محبوبالله محبي نن په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سې شنبې سهار ۰۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي پر لنډکروزر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې محبوبالله محبي له خپل سکرټر سره وژل شوی دی.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې پېښه کې د ښاغلي محبي دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا کار د ترهګرو ډلو بللی، خو ښکارهیې پر کومې ډلې مسؤلیت نهدی وراچولی.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې نن سهار شپږ نیمې بجې هم د کابل د ۱۲مې ناحیې په بت خاک سیمه کې وسلهوالو پر پولیسو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.