شمالي وزیرستان کې لسګونه اوسېدونکو او فعالانو پرلت پیل کړ

شمالي وزیرستان کې پرلت

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په لسګونو اوسېدونکو او فعالانو پرلت پیل کړ.

دوی د تالاشۍ د عملیاتو پر مهال د یوه کس د وژل کېدو په اړه د څېړنې غوښتنه لري.

د خیبر پښتونخوا په ملي اسامبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ په میر علي چوک کې احتجاج جوړ کړی دی. هغه مړی مو هم راوړی دی. قهرجنه مظاهره ده. په خلکو کې ډېر غم او غوسه ده. دا په سیمه کې لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه‌ده."

میر کلام وزیر وايي، د امان‌الله په نوم دغه کس د یکشنبې په ورځ هغه وخت د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو چې پولیسو په یوه مشکوک وسله‌وال پسې تلاشي کوله.

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې مخکې دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې زیات زیانونه ګاللي دي.