اروپايي ټولنه: هیله ده د سولې مذاکرو وقفه جګړې او هدفي وژنې بندې کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هیله وښوده چې په دوحه کې د مذاکرو وقفه به، په افغانستان کې جګړې او هدفي وژنې بندې کړي.

رولاند کوبیا پرون ناوخته په یوه ټویټ کې وویل، که دا کار ونه‌شي، جنګ او خبرې به نه‌وي، بلکې یوازې به جنګ دوام پیدا کوي.

ښاغلي کوبیا زیاته کړې، د تاوتریخوالي دوام، د افغانستان د سولې نوې غوړېدلې پروسه لا ستونزمنوي.

که څه هم له مذاکرو درې میاشتې اوښتي، خو په افغانستان کې د جګړو شدت ورسره کم شوی نه‌دی.

ملګرو ملتونو د اکټوبر میاشتې پر ۲۷مه په یوه راپور کې وویل چې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ د سپټمبر تر پایه په افغانستان کې ۲،۱۰۰ ملکیان وژل شوي او تر ۳،۸۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.