سپوږمۍ ته استول شوې چینایي فضایي بیړۍ ځمکې ته را روانه ده

چینایي فضایي بیړۍ

هغه چینایي فضایي بیړۍ چې سپوږمۍ ته استول شوې، بېرته ځمکې ته را روانه ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د فضایي چارو ادارې په یوه بیان کې وویل چې د چانګې پنځه په نوم د دغې بیړۍ ماشینونه د یکشنبې په ورځ د سپوږمۍ له سطحې ۲۳۰ کیلو متره لېرې چالان شول.

که دغه بیړۍ چې په پام کې وه د سپوږمۍ له سطحې دوه کیلو ګرامه ډبرې راټولې او ځمکې ته یې له ځان سره راوړي، په بریالیتوب د چین په شمالي برخه، د منګولیا په سیمه کې کښیني، چین به د امریکا له متحدو ایالاتونو او پخواني شوروي اتحاد وروسته درېیم هېواد شي چې له ۱۹۷۰ لسیزې وروسته له سپوږمۍ نوې ډبرې راوړي.

چانګي پنځه بیړۍ چې د نوومبر په ۲۴ مه د سپوژمۍ پر لور توغول شوې، یوه اوونۍ وروسته د ډسمبر په لومړۍ نېټه یې پر سطحې کښیناسته. ټاکل شوې وه چې دغه ماموریت په ۲۳ ورځو کې ترسره شي.