د بېلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانووسکایا وایي، دا یوازې د وخت مسئله ده چې د دې هېواد دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا له قدرته لېرې شي.
لوکا شینکا چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې یې د دې هېواد واګې په لاس کې دي، د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی دی.
ځیخانوسکایا چې دهغه رقیبه وه او د دغو انتخاباتو ګټونکې بلل کېږي، دغه څرګندونې له نیویارکر مجلې سره پرون یکشنبې په یوه مرکه کې کړي دي.
نوموړې چې ځان د یوه ډیموکراتیک بیلاروس مشره بولي ویلي چې ښایي په ژمي کې د انتخاباتو د نتیجې په وړاندې اعتراضونه یوڅه ساړه شي، خو لوکاشینکا به چې له سیاسي پلوه مړ دی، بالاخره له قدرته لېرې شي.