چارواکي: طالبانو کندز کې ۲ سرتېري او ۸ ولسي پاڅون کوونکي وژلي

ارشیف، کندز کې یو شمېر افغان ځواکونه

د کندز د ولایتي شورا رئیس د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې د څو سرتېرو او ولسي پاڅون کوونکو د وژلو خبر ورکوي.

محمد یوسف ایوبي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ د استامینګ په سیمه کې وسله‌والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه سرتېري او اته سیمه‌ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي ایوبي په وینا په وژل شویو کې د سرحدي ځواکونو د ټولي قوماندان هم شامل دی.

بل‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې په دې برید کې ۱۷ دولتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان شوي دي.

د کندز امنیتي او ملکي چارواکو تر اوسه د دغه برید او په‌کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې د ادعاوو په اړه څه نه‌دي ويلي.